سرحدونو وزارت ولس سره د هغمږۍ غونډه کې: د امارت غېږه لکه د مور له مهربانۍ ډکه ده اوس هيڅوک له حق تلفي وېره نلري.

0
78

سرحدونو وزارت ولس سره د هغمږۍ غونډه کې: د امارت غېږه لکه د مور له مهربانۍ ډکه ده اوس هيڅوک له حق تلفي وېره نلري.

16 سپتمبر شنبه 2023

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد شمالي ولایتونو ته د یاد وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې نن په بلخ ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

 

په یاده غونډه کې د سرحدونو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو سلګونه علماء، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

 

په پیل کې څو قومي مشرانو د قومونو تر منځ د انسجام، سرتاسري امنیت، بیا رغونې او په برخه کې هڅې وستایلې، دوی د ا.ا.ا له بریا سره جوخت د قدرت د جزیرو پر له منځه وړلو خوښي وښوده او زیاته یې کړه د امارت غېږه لکه د مور له مهربانۍ ډکه ده اوس هیڅوک له حق تلفۍ وېره نه لري.

 

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: د ا.ا.ا مشرانو شپه او ورځ پر ځان ددې ولس د خدمت لپاره یوه کړې ده، همداراز نوموړي وویل: لکه څرنګه چې شل کاله د افغانستان ولس له مجاهدینو سره تکالیف ګاللي، همداسې اوس د موجوده حکومت حاکمان د دوی خدمت ته را وړاندې شوي دي او دا خدمت خپله دنده او مسؤلیت بولي.

اړوند موضوعات

سرحدونو او قومونو وزارت سرپل ولایت کې د ولس سره د همغږۍ او ستونزو اوریدلو ستره غونډه ترسره کړی.

 

په پای کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد د هېواد د آبادۍ لپاره د ټولو قومونو ترمنځ یووالی مهم او له ارزښته ډک وباله، ویې ویل چې پردیو هر وخت پر دې خاوره له یرغل وروسته تر شا نړېدلی هېواد پراېښی دی او تللي دي، نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې د بیارغونې او په نورو برخو کې ګړندۍ هڅې او تر سره شوي کارونه د هېواد سمسورتیا ته د ا.ا.ا د ژمنتیا څرګندونه کوي.

Leave a reply