د مهاجرینو شورا: په یوه ورځ کې تر ۱۵۰ زیات افغانان په پاکستان کې نیول شوي

0
156

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رؤوف وویل: “۱۵۰ اویا کسان د پاکستان په کراچۍ او ځینو سرحدي سیمو کې نیول شوي، خو له نېکه مرغه په ​​اسلام اباد کې دا اغېزې نه دي لیدل شوي”.

په دې اړه مهاجر فیض الله ترک وویل: په تیرو دوو ورځو کې له ۲۵۰ ډیر هغه مهاجرین چې قانوني اسناد یې نه درلودل په پاکستان کې نیول شوي دي. د مير احمد روف په وينا، دغه نيول هره ورځ دوام لري.

(2023 / 9 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شورا د دغه هیواد د پولیسو له خوا په یوه ورځ کې د څه باندې ۱۵۰ افغان مهاجرینو د نیولو خبر ورکړی دی. د سند صوبې څخه ګڼ شمیر افغان کډوال نیول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رؤوف وویل: “۱۵۰ اویا کسان د پاکستان په کراچۍ او ځینو سرحدي سیمو کې نیول شوي، خو له نېکه مرغه په ​​اسلام اباد کې دا اغېزې نه دي لیدل شوي”.

په دې اړه مهاجر فیض الله ترک وویل: په تیرو دوو ورځو کې له ۲۵۰ ډیر هغه مهاجرین چې قانوني اسناد یې نه درلودل په پاکستان کې نیول شوي دي. د مير احمد روف په وينا، دغه نيول هره ورځ دوام لري.

اړوند موضوعات:

پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۱ افغان کډوال نیولي دي

په همدې حال کې اسلامي امارت وايي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.

Leave a reply