پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۱ افغان کډوال نیولي دي

0
85

پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۱ افغان کډوال نیولي دي

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې په هغه هېواد کې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې قوي اقدامات وکړي.

خو له دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو لسګونه افغان کډوال چې په هغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل نیولي وو. سرچینه وايي، د پاکستاني پولیسو د دغه اقدام لامل له کډوالو څخه د دوی «اختلافات» دي، خو د دغه هېواد چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

(2023 / 9 /  11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د پولیسو له خوا د افغان مهاجرینو د نیولو خبر ورکړی دی. د ERWY شبکې د راپور پر بنسټ، د یکشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹ مه په تازه پېښه کې، د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۱ افغان کډوال ونیول.

دغې رسنۍ ویلي چې د دغو مهاجرو د نیولو لامل پاکستان ته د هغوی «غیر قانوني ننوتل» وو. په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې په هغه هېواد کې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې قوي اقدامات وکړي.

اړوند موضوعات:

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له امریکا غوښتي چې د دوی دوسیې دې وڅېړل شي

Leave a reply