د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال د خوړو نړیوال سازمان له مسؤلینو سره ولیدل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال د خوړو نړیوال سازمان له مسؤلینو سره ولیدل.
13 سپتمبر چهارشنبه 2023
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال مولوي دینمحمد حقبین په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړۍوال سازمان د فني او حرفوي زدهکړو مسؤل حفیظ الرحمان ناصري او له امارتي ادارو سره د اړیکو مسؤل حمیدالله افغان سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د خوړو نړۍوال سازمان استازو په ټول هیواد کې د خپلو روانو پروژو او راتلونکو پروګرامونه په اړه معلومات شریک او زیاته یې کړه چې اوسمهال دا سازمان د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې فعالیت لري او افغانانو ته د عاجلو مرستو سربیره له زیانمنو سره هم د خوړو توکو او نقدو پیسو مرستې کوي.
نوموړي وویل: د خوړو نړۍوال سازمان د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه پروژه ترلاس لاندې لري چې د ۲۰۲۴ میلادي کال ترپایه پورې به په ټول افغانستان کې به ۲۰ زرو تنو ته د فن او حرفې په برخو کې روزنه ورکړي؛ چې د دې پروژې چارې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته پیل شي.
اړوند موضوعات
خوړو نړیوال سازمان ژمن دی چې د یادې پروژې په ډیزاین او تطبیق کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره همکاري وکړي.