د کار او ټولنیزو چارو وزارت اداري مرستیال په افغانستان کې د مرسې کورپس مؤسسې له لوی رئیس سره د هغوی د پروژو د پلي کولو په اړه کتلي.

0
249

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اداري مرستیال په افغانستان کې د مرسې کورپس مؤسسې له لوی رئیس سره د هغوی د پروژو د پلي کولو په اړه کتلي.

18 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد نن په خپل کاري دفتر کې په هیواد کې د مرسې کورپس مؤسسې له لوی رئیس سټیفن جان کلابورن سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې لومړۍ د مرسې کورپس مؤسسې لوی رئیس په ټول افغانستان کې د خپلو پخوانیو او روانو لویو او کوچنیو پروژو او راتلونکو پلانونو او برنامو په هکله پوره معلومات وراندې کړل.

 

ښاغلي کلابورن زیاته کړه چې اوس‌مهال د کندهار او هرات په ولایتونو کې درې لویې پروژې ترلاس لاندې لري، او همداراز په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکې کې په ټول هیواد کې د شپږو میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړو.

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین هم په خپل وار سره د مرسې کورپس مؤسسې له مرستو، پروژو او افغانانو ته د هغوی له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ له یادې مؤسسې څخه وغوښتل چې افغانانو ته زیاته پاملرنه وکړي، د نورو هیوادونو په پرتله افغانستان ته په پروژو کې لومړیتوب ورکړي، نور تمویل‌کوونکي مؤسسات او هیوادونه وهڅوي چې خپلې پروژې دلته عملي او پانګه‌اچوونه ترسره کړي او خپل ټول فعالیتونه او پلانونه د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو او ارزښتونو سره سم عملي کړي.

 

مولوي حقبین زیاته کړه: له نیکمرغه په ټول هیواد کې سراسري امنیت ټینګ دی، او دا موږ او ټولو مؤسساتو ته دا چانس راکوي چې خپل فعالیتونه ټول هیواد په ځانګړې ډول د هیواد جکړه‌ځپلو کلیو او بانډو ته وغځوو او په تیرو کلونو کې له هر ډول خدماتو محروم افغانان تر خدماتي پوښښ لاندې ونیسو.

اړوند موضوعات

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۱ مؤسسو استازو سره د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

 

په پای کې مولوي حقبین له ښاغلي کلابورن سره د کار جواز توزیع بهیر کې د آسانتیاوو، له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د مرسې کورپس مؤسسې د هوکړه‌لیک د بهیر ګړندیتوب او یادې مؤسسې مخلصانه فعالیت په صورت کې هغوی ته د پوره سهولتونو برابرولو ژمنه وکړه؛ چې د مرسې‌کورپس مؤسسې له هرکلي سره مخ شو او ژمنه یې وکړه چې تمویل‌کوونکي هیوادونه او مؤسسات به وهڅوي چې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Leave a reply