ايراني صنعتکارانو او سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره کتلي.

0
87

ايراني صنعتکارانو او سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره کتلي.

13 سپتمبر چهارشنبه 2023

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ايراني صنعتکارانو او سوداګرو د یاد وزارت له مرستيال مولوي قدرت الله جمال سره کتلي.

 

ياد پلاوي په افغانستان او ايران کې پانګونه د دواړو هيوادونو په اقتصادي چارو کې مثبت بدلون وباله.

 

ښاغلي جمال ايراني پلاوي ته دا په ګوته کړه چې ، تجارت بايد دسياست ښکار نشي ، دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې سياست له سوداګرۍ جلا وساتي ، سوداګريزې اړيکې د دواړو اسلامي هيوادونو د اولسونو په ګټه دي ،

 

ښاغلي جمال زياته کړه ، اقتصادي پرمختګونه کولای شي چې، اسلامي هيوادونه دغرب له اقتصادي فشارونو وژغوري،

اړوند موضوعات

سوداګرۍ وزارت: موږ تل هڅه کوو چي د افغانستان صنعت او محصولات د ودي سربیره د نړۍ په سطحه لومړی مقام ترلاسه کړي.

 

 

په پای کې ايراني پلاوي له ښاغلي جمال مننه وکړه ، چې ايراني صنعتکارانو او سوداګرو ته يې په افغانستان کې د پانګونې اسانتياوې برابرې کړې دي.

Leave a reply