سرحدونو او قومونو وزارت جوزجان ولایت کې د قومونو سره د یووالي او د هغوی د ستونزو اوریدو غونډه ترسره کړی.

0
84

سرحدونو او قومونو وزارت جوزجان ولایت کې د قومونو سره د یووالي او د هغوی د ستونزو اوریدو غونډه ترسره کړی.

13 سپتمبر چهارشنبه 2023

د هیواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جوزجان ولایت له قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

 

یاده غونډه کې د سرحدونو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس، مل پلاوي، د جوزجان د والي په شمول ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو علماوو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

یاده غونډه کې د قومي مشرانو له جملې څو تنو خبرې وکړې د اسلامي امارت حاکمیت یې د الله تعالی له لوري لویه پیرزوینه وبلله او د حکومت څخه ملاتړ یې خپله وجیبه یاده کړه. قومي استازو له حکومت څخه د یاد ولایت په مربوطاتو کې د آمو سیند د تخریباتو د تحکيماتو، د قرقین او خم آب سرحدي ولسوالیو د سرکونو رغولو او نورو پراختیایي پروژو غوښتنه وکړه.

 

ورپسې د جوزجان ولایت والي قاري ګل حيدر شفق د یاد ولایت د قومونو په اړه وویل چې دلته مختلف قومونه د وروڼو په څير ژوند کوي او اختلافونه له منځه تللي، نوموړي زیاته کړه: په اسلامي امارت کې د ټولو افغانانو حقوق يو شان خوندي دي.

د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستيال ښاغلي عابد په خپلو خبرو کې وویل: دا د الله تعالی یو لوی نعمت دی چې افغانانو ته یې داسي مشفق امير ورکړي چې د ولس هرې ستونزې ته رسېدنه خپل مسؤليت ګڼي. هغه زیاته کړه: د جوزجان ولایت د غیور ملت د ملاتړ او اتحاد برکت وو چې د افغانستان په کچه دویم ولایت جوزجان وو چې فتح شو او دا یو لوی امتیاز دی.

اړوند موضوعات

سرحدونو او قومونو وزارت کاپیسا ولایت کې د ولسونو غوښتنې د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې اوریدلي.

 

 

نوموړي د قوشتېپې کانال، قشقشرې نفتو استخراج او د سالنګ لویې لارې د لویو پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ د دې هیواد د بیارغونې او جوړولو لپاره په خپلو نشت امکاناتو کار پیل کړې دي او په لوړه کچه د هیواد آبادولو قوي اراده او هوډ موجود دی .

Leave a reply