سرحدونو او قومونو وزارت کاپیسا ولایت کې د ولسونو غوښتنې د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې اوریدلي.

0
83

سرحدونو او قومونو وزارت کاپیسا ولایت کې د ولسونو غوښتنې د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې اوریدلي.

28 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپیسا ولایت د مرکز او ولسوالیو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د ولسونو د ستونزو اورېدلو او د ملي یووالي د ټینګښت په موخه ناسته وشوه.

 

د یادې غونډې پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین، د جرګو رئیس، مل پلاوي، د کاپیسا والياو نورو مسؤلینو حضور درلود.

 

لومړی د یاد ولایت والي ښاغلي بریال د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ د اتحاد او اتفاق په اړه خبرې وکړې او د تېر اشغال په دوران کې یې د افغانانو د قربانیو ستاینه وکړه.

 

د راغلیو مشرانو له جملې څو تنو په خپلو ویناوو کې د قومونو تر منځ د یووالي د غونډو جوړولو په اړه د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت هڅې وستایلې او د ولسونو په استازیتوب یې له حکومت څخه د هر اړخیزه ملاتړ ډاډ څرګند کړ. دوی له حکومت څخه د خلکو تر منځ د شخړو د حل، د مدرسو د جوړولو او نورو پروژو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت پروان ولایت کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.

سرپرست وزیر ښاغلي نوري غونډې ته د خپلو خبرو په جریان کې د افغانانو سرښندنه او قرباني بې ساري یاده کړه او خلکو ته یې د پراختیایي کارونو څخه د اطمینان موخه وویل: په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی چې د افغانانو ټول حقوق پکې خوندي دي، همدرار نوموړي امنیت ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکا په تېره شل کلنه دوره کې له خپل امنیت څخه نه وه مطمئنه خو افغانانو په خپلو مټو داسې امنیت حاکم کړ چې د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې نشته.

Leave a reply