سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت پروان ولایت کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.

0
67

سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت پروان ولایت کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.

26 اګست شنبه 2023

د سرحدونوو قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت یوه لوړ رتبه پلاوي د پروان ولایت له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د ولسوالیو له استازو سره د ملت او نظام تر منځ د خواله کولو او د ستونزو اورېدلو په موخه ناسته تر سره کړه.

 

په دغه ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، د جرګو او قبایلي چارو رئیس، مل پلاوي، د ولایت مرستیال والي، د دولتي ادارو مسؤلینو او سلګونه قومي مخورو ګډون کړی وو.

 

د غونډې په پیل کې د ولسونو په استازیتوب څو تنو قومي مشرانو د هیواد د امنیت او یووالي ستاینه وکړه، د پاشل شویو قومونو تر منځ اتفاق یې د اوسني نظام لاسته راوړنه یاده کړه او د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ یې خپله وجیبه وبلله.

 

دوی له حکومت څخه د اوبو د مهارولو، د سرکونو د رغولو، د برق او نورو انکشافي کارونو ته د پاملرني هیله وکړه.

 

 

همداراز د یاد ولایت مرستیال والي ښاغلي انوري غونډې ته په خبرو کې وویل: په اسلام کې تعصب، سمت پرستي او ژب پرستي ته ځای نشته او ټول انسانان د یوه بدن په څېر دي.

 

 

په وروستیو کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستیال الحاج ملا عبدالخالق عابد او ښاغلي حقاني غونډې ته ویناوې وکړې، د اشغال پر وړاندې یې د ولسونو د قربانیو ستاینه وکړه، راغلي قومونه یې د اسلامي نظام دفاع، ساتنې او ملاتړ ته راوبلل.

اړوند موضوعات

سرحدونو وزارت کابل ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږۍ ستره ولسي غونډه ترسره کړی.

 

 

ښاغلي عابد همدا راز زیاته کړه: افغانانو خپلواکي د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه کړې ده، اسلامي امارت پلان لري چې د خلکو د هوساینې په برخه کې ډېر کار وکړي خو دا چې دلته کلونه کلونه جکړه شوې ده نو د دې هیواد آبادول وخت غواړي. هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو اداراتو رسوي.

Leave a reply