میدان وردګ ولایت کې ۹۶ زره جریبه ځکمه څېړل شوې ده
میدان وردګ ولایت کې ۹۶ زره جریبه ځکمه څېړل شوې ده
د میدان وردګ ولایت د کرنې رئیس مولوي عبدالجبار خالد وویل، چې د دغه ولایت تخنیکي ټیم د ۹۶ زره ۲۳۹ جرېبه ځمکه برسي کړې، چې ۱۸ جریبه وقفي، ۹ زره ۶۰۵ جریبه کادیستر او ۸۶ زره او ۶۱۶ جریبه ځمکه سپینې دشتې دي.
د لیدنې په لړ کې د میدان وردګ ولایت مسؤلینو له راغلي پلاوي سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
(2023 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویز
دغه خبره د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالجبار خالد نن له کابل څخه د ځمکو د غصب او بېرته راګرځولو د کمیسیون له مشر مولوي عبدالحکیم شرعي او راغلي پلاوي سره په مقام کې د لیدنې پر مهال وکړه.
په ناسته کې د یاد کمیسیون مشر مولوي عبدالحکیم شرعي وویل، چې د تخنیکي ټیمونو پر مټ یې د هیواد په کچه زیاته اندازه ځمکې له غصب خلاص کړې دي. نوموړي د دغه ولایت د ځمکو د غصب کمیسون تخنیکي ټیم ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو چارو کې له پوره جدیت او صداقت کار واخلي.
د سترې محمکې استازي شیخ عبدالصمد حقاني بیا وویل، چې د ځمکو د عضب او بېرته را ګرځولو کمیسیون سره په همغږۍ د ستونزو د حل لپاره اختصاصي محکمه هم ایجاد شوې ده، چې د هیوادوالو ستونزو ته پکې پر وخت رسېدنه کیږي.
د اداره امور رئیس شیخ انورالحق انور وویل، افغان حکومت د هیوادوالو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ ژمن دی چې د بیت المال او د خلکو د مال ساتنه هم وکړي.
نوموړي وویل، چې د ځمکو د غصب کمیسیون په پوره صلاحیت او تخنیکي ټیمونه سره په همغږۍ خپلې چارې مخ ته وړي.
د ښار جوړونې وزیر حمدالله نعماني یاده لیدنه کې وویل، چې په تېر وخت کې زیات شمېر دولتي ځمکې غضب شوې دي او اوس مهال نوي حکومت د یادو ځمکو تصفیه پیل کړې ده، چې په پوره ژمنتیا او صداقت سره به حکومتي ځمکې بیرته را ګرځول کیږي.
اړوند موضوعات:
د نوي کابل پلان پلي کولو په موخه د کابل ولایت مقام کې د ځینو امارتي مشرانو غونډه ترسره شوی.