په راتلونکو څو ورځو کې په کراچۍ کې د شاوخوا 114 پولیسو سټیشنونو د ایس ایچ او ټاکنه او تبادلې تمه کیږي.

باغی ټي وی رپورټ
په دې لړ كښې د ايډيشنل آئي جي كراچۍ په مشرۍ كښې كمېټۍ د ښار د ټولو پوليس سټيشنو پشمول د 300 نه زياتو افسرانو سره مركې وكړې۔
ايډيشنل آئي جي کراچۍ خادم حسين رند، د دريو زونونو ډي آئي جيز عاصم خان قائم خاني، غلام اظفر مهيسر، اسد رضا او د کراچۍ پوليس آفس (KPO) کې د ټولو ايس ايس پيز د انسپکټر او سب انسپکټر رتبې د پوليس افسرانو سره مرکې وکړې .
د پوليسو دسرچينو ترمخه دپوليسو دټولو سټيشنو ايس ايچ اوز دمرکو لپاره رابلل شوي وؤ ترڅو دپوليسو په سټيشن کې دهغوي کارکردګي وڅيړي.
سرچينې وايي چې دپوليسو په يوه حوزه کې دزياتې مودې لپاره دپوليسو مامورين ليرې کيږي يا به يې په بل پوليس کې وګمارل شي.
د سرچينو ترمخه هغه پوليس افسران چې په تيره دوره کې د ايس ايچ او په چوکۍ د تعينات کولو څخه محروم پاتې شوي وؤ هغو ته به په راتلونکي کې د کار کولو موقعې ورکول کيږي، په داسې حال کې چې د کرپشن او نورو تورونو سره مخ شوي يو شمير ايس ايچ اوز په ضد به پلټنې هم کيږي.
سرچينې وايي چې په دې لړ کې د شاوخوا ٨٠ ايس ايچ اوز نوملړ چمتو شوى او ځينې سختې پرېکړې کېږي.





