روغتیا وزارت: د تېر کال په پرتله د میندو مړینه کمه شوې ده

ښاغلی عباد وايي: “د مور او ماشوم په کلینیکونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کول او د ناروغانو پر وخت درملنه د دې لامل شوې چې نن ورځ په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ۲۵۶ ته راټیټه شوې ده.”
په ورته وخت کې د بیات بنیاد مشر وايي، چې دوی په دوو کلونو کې د کابل د اندراګاني روغتون په انګړ کې د سلو بسترونو په لرلو سره د ماشومانو او میندو لپاره یو معیاري روغتون جوړ کړی دی.
(2023 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پرون (یکشنبه، ۱۹ غبرګولی) په کابل کې د ۲۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ماشوم او مور په نوم روغتون پرانیستل شو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د میندو د مړینې کچه د پام وړ کمه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي چې د روغتیا په برخه کې ښځینه متخصصینو ته اړتیا ده او اسلامي امارت هڅه کوي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلی عباد وايي: “د مور او ماشوم په کلینیکونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کول او د ناروغانو پر وخت درملنه د دې لامل شوې چې نن ورځ په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ۲۵۶ ته راټیټه شوې ده.”
اړوند موضوعات: