د اسلامي همکاریو سازمان معاون او افغانستان لپاره ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي

0
100

د اسلامي همکاریو سازمان معاون او افغانستان لپاره ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي

08 سپتمبر جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکارۍ سازمان معاون او د افغانستان له پاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت، د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي، سره وکتل.

 

په دې ناستې کې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، له غيرقانوني وسله والو افرادو او مخدره موادو سره مبارزې،د اسلامي نړۍ له هيوادونو سره د افغانستان د اړيکو، هيواد ته د نړۍ د بېلابيلو هيوادونو د علماءکرامو دهیئت د وروستي سفر پر نتايجو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

 

د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو هيوادونو سره اړيکو ته په اشارې وويل چې د ا.ا.ا. له اسلامي هيوادونو سره په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کې د اړيکو پياوړتيا او د مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ور کوي.

اړوند موضوعات

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

د اسلامي همکارۍ سازمان معاون او د افغانستان له پاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت، د اسلامي نړۍ د علماوو هيئت ‏د ښه کوربه توب له کبله د ا.ا.ا. څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي همکاريو سازمان له ا.ا.ا. سره پر مثبت تعامل باور لري او په بيلابيلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ور کړي.

Leave a reply