په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

0
47

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

07 سپتمبر پنجشنبه 2023

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي قمي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.

 

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران په تړاو اړوندو موضوعاتو باندې خبرې وکړې او د سیاسي، سوداګریز-اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو او همکاریو پر لا تقویت تینګار وکړل.

 

ښاغلي قمي ایران ته د کرنې او صنعت او سوداګري وزارتونو او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې پلاوي د سفر په هکله د بهرنیو چارو وزیر ته توضیحات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د تقویت لپاره د دغسې سفرونو پر دوام ټینګار وکړل.

 

نوموړي دغه راز کابل ته د ايران د قضايي پلاوي د قریب‌الوقوع سفر په اړه د قضايي همکاريو او په اعدام د محکومو افغانانو د دوسيو د حل په اړه هم خبر ورکړ.

 

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران د اړیکو د پراختیا په پار د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو سفرونه او ناستې ارزښتمنې وبللې او ویې ویل، دواړه لوري باید د همکاریو د پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې او عملي اقدامات وکړي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر کتلي.

 

په پاى کې دواړو لوریو د دوو هېوادونو د پلاويو د راتلونکو غونډو او سفرونو لپاره پر لا همغږي هوکړه وکړه.

Leave a reply