د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر کتلي.

0
79

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر کتلي.

07 سپتمبر پنجشنبه 2023

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاډا وکتل.

 

دغه کتنه کې ښاغلي تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د نوي افغان حکومت له لوري رامنځته شوی امنیت، مخدره توکو سره مبارزه او اقتصادي ودې په برخو کې ښې لاس ته راوړنې يادې کړې.

 

نوموړي وویل، غواړم د ااا سره د اړيکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړم او هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوييمې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړم. مونږ په دې برخو کې ستاسو غوښتنې اورو او غواړو چې په دې غونډه کې پرې جدي بحث وکړو. نړېوال له ااا سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخي اثارو، تروريزم او روغتیا په برخو کې همکاری ته لېواله دي.

 

ورپسې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د جاپان سفیر له معلوماتو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې په راتلونکې وخت کې مونږ د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د اقتصادي فرصتونو څخه د ګټورې استفادې لپاره اهداف ټاکلي دي.

 

د ااا د امنيت ټينګښت، سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا، د مخدره توکو په مخنیوي، د معتادینو په درملنه او روغتیايي خدماتو په برخو کې ګټورې لاس ته راوړنې درلودلي دي.

اړوند موضوعات

امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل  

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ااا او نړېوالې ټولنې ترمنځ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو نه تهدید، د امنیت ټينګښت او نورو برخو کې ډېر موضوعات حل شوي دي او اوس د تعامل لپاره يوه ښه د اعتماد فضا رامنځ ته شوې ده.

Leave a reply