د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوی.
د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوی.
08 سپتمبر جمعه 2023
د افغانستان د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د کابل ولایت مقام په لارښونه، د ځایي مسولینو او سپین ږیرو په هلو ځلو سره د دوو کورنیو ترمنځ ۵۲ کلنه دښمني چې له امله یې له دواړو خواوو دوه کسان وژل شوي وو، په دوستي بدله شوه.
د روغې جوړې په دغه غونډه کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ګډون او وینا وکړه: نوموړي وویل؛ د دوو کورنیو ترمنځ سوله او دوستي هم د عبادت یوه برخه ده او دا د نیکمرغي ځای دی، چې نن بیا په داسې مجلس کې سره راټول شوي یو چې دښمني یې په دوستي بدلېږي.
کابل والي همدا راز زیاته کړه، چې بښنه او صلح د مسلمانانو لپاره خیر ده او دا هم د شریعت یو جزء دی.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړی.
د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په نورو بېلابېلو برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ د قومونو او کورنیو ترمنځ د دښمنیو او اختلافاتو په حل کې هم موثر ګامونه اخیستي او تر دې نهاله یې د قتل سلګونه قضیې حل کړې دي.