سرحدونو او قومونو وزارت جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړی.

0
215

سرحدونو او قومونو وزارت جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړی.

04 سپتمبر دوشنبه 2023

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د منګوټي کلي د دوو کورنیو تر منځ را پېښه شوې دوښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو او منځګړېتوب په دوستي بدله شوه.

 

دغه شخړه چې د اوو کلونو را په دېخوا یې جریان درلود او له یوه لوري څخه پکې یو تن هم وژل شوی و نن په داسي حال کې په دوستې بدله شوه چې پر مهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم، دینې عالمانو، قومي مشرانو او ښکېلو لوریو ګډون کړی وو.

 

د یادې غونډې پر مهال د یاد ریاست رئیس ښاغلي صمیم وویل چې د اختلافاتو او دښمنیو د ختمولو لپاره هیڅ وخت ناوخته نه دی او بل هیڅ شی د سولي او پخلاینې په څېر خواږه نه دي. هغه د دواړو کورنیو له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ټولو د مېشتو قومونو تر منځ پر یووالي او ورورګلوي یې ټینګار وکړ.

اړوند موضوغات

سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت پروان ولایت کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.

 

په وروستیو کې د شخړې د ښکېلو لوریو تر منځ پرېکړه وشوه د طرفینو له موافقې وروسته د مشرانو له لوري غونډه د خیر او یووالي په دعاء سره پای ته ورسېده.

Leave a reply