ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د سره صلیب نړیوالې کمیټې د استازولۍ له مشر سره د مرستو د څرنګوالي په اړه کتلي.
ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د سره صلیب نړیوالې کمیټې د استازولۍ له مشر سره د مرستو د څرنګوالي په اړه کتلي.
08 سپتمبر جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالوسع په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د استازولۍ له مشر ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره نن له غرمې مخکې وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي ایلوا فیلیون په افغانستان کې د خپلو مرستندویه فعالیتونو او له افغانانو سره د مرستو د څرنګوالي په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس سره شریک کړل.
ښاغلي فیلیون د روغتیا په برخه کې د تمویل له اړخه ځینو مالي او اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل، د دې باوجود له افغانانو سره په نورو بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، موږ هڅه کوو د روان میلادي کال تر پایه هغه پانګوال بیرته قانع او مرستې یې راجلب کړو، چې په وروستیو کې یې خپلې مرستې او همکارۍ کمې کړې دي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د سره صلیب نړیوالې کمیټې استازولۍ مشر ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګه وویل، سور صلیب په افغانستان کې د بې قید او شرطه مرستو او غوره خدمتونو وړاندې کولو ښه سابقه لري او په تېرو څلورو لسیزو کې یې د جګړو په مهال د زخمیانو او جسدونو په انتقال او نورو برخو کې ښه رول اداء کړی او پام وړ خدمات یې کړي دي.
نوموړي همدارنګه وویل، په اوسنیو شرائطو کې افغانان هیله لري، چې د سره صلیب کمیټه به د روغتیا په ګډون په ټولو برخو کې خپلو مرستندویه فعالیتونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي او د لا پراخولو لپاره دې هڅې وکړي.
اړوند موضوعات
ډاکټر ملا عبدالواسع: داخلي او نړیوال سوداګر دې د افغانستان اړوند مسائلو ته لومړیتوب ورکړي.
په پای کې د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه په افغانستان کې تېر شل کاله ډېرې ناخوالې او ستونزې را منځته شوې او په دوو کلونو کې نشي هوارېدلای، بناء د سره صلیب نړیواله کمیټه هم باید په خپلو ترسره کړو فعالیتونو بسنه ونکړي او له افعانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.