د کراچۍ په سرجاني ټاون سیمه کې په ډزو کې د جماعت اسلامي یو کونسلر وژل شوی او دوه کسان ژوبل شوي دي.

0
171

باغي ټي وی رپورټ

سرجاني ټاون سېکټر ٤ سي کې د ډزو له امله يو تن وژل شوى او دوه ژوبل شوي دي، د وژل شوي کس نوم حبيب الله نومېږي، چې د جماعت اسلامي کونسلر و.

دپوليسو وينا ده چې دغه اخ وډب د بجلۍ تارونو لګولو په سر رامنځته شو، ډزې کوونکي ډلې د بجلۍ د غلا په بدل کې پيسې ترلاسه کولې، حبيب الله او د سيمې نورو خلکو په ډزو تورن کسان د پيسو له ورکولو منع کړي وو، چې د پېښې پلټنې روانې دي. د شواهدو راټولولو وروسته پیل شو.

د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان عباسي شهيد روغتون ته رسېدلی او تور يې لګولی چې کنډا مافيا د پيپلز پارټۍ تر سرپرستۍ لاندې کار کوي، پېښه د حکومت لپاره د شرم وړ ده.

حافظ نعيم الرحمان د داخله وزير، وزيراعلي او آئي جي سندھ نه په فوري توګه نوټس غوښتي دي۔

بل خوا د سرجاني يوسي ۷ مشر عنيب علي کاظمي له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې دا ټوله مافيا ده چې د خلکو کورونه يې هم غصب کړي دي.

Leave a reply