د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د ایپکس 2 شرکت له رئیس او مل پلاوي سره لیدلي.

0
52

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د ایپکس 2 شرکت له رئیس او مل پلاوي سره لیدلي.

07 ستمبر پنجشنبه 2023

 

د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د چین هېواد د ایپکس 2 شرکت له رئیس ښاغلي بای ین او مل پلاوي سره په خپل کاري د فتر کې ولیدل.

 

 

په دغه لیدنه کې د ایپکس 2 شرکت رئیس د افغانستان پر طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه د فلورایټ، سیمنټ، طلا، سرب او مس کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان په کانونو باندې یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره لیدلي.

 

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان کانونو په برخه کې د هغوی د لېوالتیا څرګندولو تر څنګه یې وویل: افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد دی، ټول بهرني پانګوال کولی شي په قانوني توګه په داوطلبۍ کې ګډون او پانګونه وکړي.

Leave a reply