د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره لیدلي.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره لیدلي.
24 اګست پنشنبه 2023
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور د پنجشنبې په د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع، ولایتي ریئسانو او د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.
په دغه ليدنه کې مرستیال والي او د لوګر ولایتي ريئسانو د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د خلکو ستونزې، د سرکونه جوړول، پخوانۍ او نویو پروژو کارونه پیل، د کرنې او بر ېښنا تولید لپاره د هفتک بند رغول، د ولایت په سطحه ۱۳ داوبو زېرمې او چیکډیمونه، د مولانا یعقوب چرخي پروژې چې ۶۰۰ کیلو واټه برېشنا ظرفیت لري.
د یاد ولایت دکانونو د قرار دادیانو لپاره ټولنیز خدمتونو ترسره کول او د کانونو غیر قانوني کېندني په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
اړوند موضوعات
د کانونو وزارت سرپرست وزیر د افچین کمپنۍ له رئیس سره یادې کمپنۍ د فعالیتونو په اړه لیدلي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هغوی ته ډاډ ورکړه چې د شته امکاناتو په صورت کې به د یاد ولایت د سرکونو جوړول او نورو ټولو ټولنیزو خدمتونو او ستونزو ته رسېدنه وشي.