د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو د م،م لۀ چارواکو سره کتلي دي

0
87

د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو د م،م لۀ چارواکو سره کتلي دي 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده، د راپورونو له مخې د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالغني برادر تېره ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مدیر اچیم سټينر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې دي.

 

(2021 / 10 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده، د راپورونو له مخې د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالغني برادر تېره ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مدیر اچیم سټينر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې دي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا لومړي مرستیال د م،م لۀ ځانګړي استازي سره کتلي دي 

برادر ویلي چې افغانان دمګړی بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مدیر ژمنه کړې چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي. د ملګرو ملتونو نورو اړوندو ادارو هم تر دې مخکې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

Leave a reply