د ا.ا.ا لومړي مرستیال د م،م لۀ ځانګړي استازي سره کتلي دي 

0
159

د ا.ا.ا لومړي مرستیال د م،م لۀ ځانګړي استازي سره کتلي دي 

عبدالسلام حنفي وویل، زموږ لومړیتوب دادی چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي. مولوي حنفي څرګنده کړې، چې هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پر ضد استعمال کړي.

 

(2021 / 10 / 24  نېټه باِغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.
په دغه کتنه دیبورالاینس ویلي، چې موږ له افغانانو سره بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې ا.ا سره له نږدې همکاري کوو.
د ا.ا.ا د ریاست الوزرا مرستیال ویلي، موږ هوډمن یو چې له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره له نږدې همکاري او تفاهم ولرو.

اړوند موضوعات: 

عبدالسلام حنفی: اگر جهان می‌خواهد تروریزم نابود شود، حاکمیت طالبان را به رسمیت بشناسد

هغه زیاته کړې موږ له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې د افغانستان نوی حکومت په ځانګړي ډول بانکي سیستم یې پیاوړی کړي، ترڅو له نړۍ سره زموږ همکاري زیاته شي.
عبدالسلام حنفي وویل، زموږ لومړیتوب دادی چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي. مولوي حنفي څرګنده کړې، چې هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پر ضد استعمال کړي.

همدارنګه د نشه یي توکو د کرکېلې، پروسس او قاچاق مخنیوي کوو او له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې په دې برخه کې افغان کروندګرو ته مناسب بدیلونه برابر کړي.

Leave a reply