د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون ترسره کړی.
06 سپتمبر چهارشنبه 2023
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د روان لمریز کال د وږي په ۱۵مه نېټه د افغانستان- امریکا سوداګرۍ خونې او د افغانستان سوداګرۍ شورا له لوري «د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بهر کې مېشتو افغان او بهرنیو پانګوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی، د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه زیاته شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل شوې او همدارنګه صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ هم پرمختګ کړی.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر خامو موادو مالیه کمه کړې، صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د لویو لارو بیارغونه پيل شوې او د اوسپنې پټلۍ له لارې له سیمې سره د افغانستان د نښلولو چارې هم جریان لري.
اقتصادي مرستیال دغه کنفرانس ته وویل چې له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمهییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخه چاپېریال او د پانګونې لپاره اسانه قوانین هغه موضوعات دي چې په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.
اړوند موضوعات
په دغه کنفرانس کې پر افغان پانګوالو سربېره یوشمېر امریکايي او د ځینو نورو هېوادونو لسګونو پانګوالو هم ګډون کړی و، چې په افغانستان کې له راغلو عیني پرمختګونو یې ستاینه وکړه او په مختلفو برخو کې یې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.










Leave a Reply