له امریکا څخه راغلي یو سوداګریز پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره کتلي او پانګونې ته یې لیوالتیا ښودلې.

0
82

له امریکا څخه راغلي یو سوداګریز پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره کتلي او پانګونې ته یې لیوالتیا ښودلې.

06 سپتمبر چهارشنبه 2023

د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډو خونو په هڅو د لومړي ځل لپاره يو امريکايي سوداګريز پلاوی افغانستان ته راغلی.‏

یاد سوداګریز پلاوي نن د امریکا سوداګرۍ خونې او د افغانستان سوداګرۍ شورا له لوري «د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند سره وکتل.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال کابل کې میشت د ایران له سفیر سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړي.

 

خبر زیاتوي چې د امريکايي سوداګريز پلاوي غړو په یاد کنفرانس کې ومنله، چې نړۍ ته په لوی لاس د افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي.ټاکل شوې چې د دغه پلاوي يوه غړې به د امريکا کانګرس ته هم په دې اړه راپور ورکړي.

Leave a reply