د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال کابل کې میشت د ایران له سفیر سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړي.

0
183

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال کابل کې میشت د ایران له سفیر سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړي.

2 سپتمبر شنبه 2023

له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن شنبه د روان لمریز کال د وږي په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

 

په دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم حضور درلود، چې پکې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو او همدارنګه مختلفو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

 

اقتصادي مرستیال د دغه لیدنې پر مهال ایراني لوري ته وویل چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته دا حق ورکوي، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

 

نوموړي زیاته کړه، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

 

ملابرادر وویل پکار ده چې د یادو اړیکو د لا پياوړي کېدو په موخه ایران او نور ګاونډي هېوادونه اساسي ګامونه واخلي او بل چا ته دا فرصت په لاس ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.

 

په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي قُمي د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې هر وخت هڅې کړې دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د نوي کابل د لومړي فاز د دوهم پارسل جوړیدو مراسمو کې ګډون ترسره کړی.

 

ښاغلي قُمي زیاته کړه، تهران علاقمند دی چې له افغانستان سره پر اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د ریل پټلۍ شبکو غځولو کې هم همکاري وکړي. نوموړي وویل، په یادو برخو کې عملاً د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پر مذاکراتو بوخت دي.

Leave a reply