د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دغه وزارت کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو او اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ له پلاوي سره وکتل.

0
86

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دغه وزارت کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو او اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ له پلاوي سره وکتل.

 

06 سپتمبر چهارشنبه 2023

د لوړو زده کړو له لورې په یوخ تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر په دغه وزارت کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو او اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ له پلاوي سره وکتل.

دغه لیدنه کې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ منشي او پلاوي مشر دوکتور داتؤ قطب مصطفی وویل «اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت دی، اقتصادي حالت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل، چې یاد پرمختګونه د اسلامي امارت د مشرتابه د ښې رهبرۍ په پایله کې تر لاسه شوي دي.»

 

دغه راز د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ عمومي منشي او د یاد پلاوي مشر د تحصیل او په ځانګړي ډول د ښځو د تحصیل پر اړتیا خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې مشورې وړاندې کړې. نوموړي د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ په استازیتوب د افغانستان د تعلیم او تحصیل د پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.

 

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم صاحب د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د فتحې په اړه د یاد پلاوي له نېکو څرګندونو څخه مننه وکړه او د افغانستان د جهاد بریا او فتحه یې ټول اسلامي امت ته منصوبه کړه چې فتحه تنها د افغانانو په لاس نه بلکي ټول مسلمه امت پکي شریک دي

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاد پلاوي ته د افغانستان د روان تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د هېوادوالو معیاري دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او اسلامي هیوادونو د علماؤ له پلاوي سره ناسته ترسره کړی.

 

 

همدارنګه د لیدنې په پای کې د یاد پلاوي غړو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د لوړو زده کړو اړوند او د ښځو د تحصیل پوښتنې وکړې، چې سرپرست وزیر یاد پلاوي ته قناعت بخشه ځوابونه وویل او له هغوی څخه وغوښتل چې همېشه خپلې نېکې مشورې ورسره شریکې کړي.

Leave a reply