د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او اسلامي هیوادونو د علماؤ له پلاوي سره ناسته ترسره کړی.

0
74

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او اسلامي هیوادونو د علماؤ له پلاوي سره ناسته ترسره کړی.

2 سپتمبر شنبه 2023

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هیوادونو د علماء کرامو پلاوي سره ناسته وکړه.

په دغې ناستې کې د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د بهرنیو چارو، شهداء معلولینو چارو وزارتونو مرستیالانو او د کابل د علماء کرامو شوراء غړو او شیوخو عزامو، د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال، دکتور طارق بخيت، او لوړپوړو غړو، د سعودي عربستان، ترکيی، پاکستان، عربي متحده اماراتو، بحرين، اردن، ماليزيا، اندونيزيا، چاد، ګينيا او د اسلامي نړۍ د نورو هيوادونو مخورو او مشهورو علماء کرامو، د نړیوالې اسلامي فقهې نړيوالې اکاډمۍ عمومي رئيس، دکتور قطب سانو، او استازو او د اسلامي هيوادونو يو شمېر سفيرانو او سياسي استازو ګډون لاره.

 

د ناستې په پیل کې سرپرست وزیر مولوي متقي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلو علماء کرامو ته ښه راغلاست ووایه او د دوی په راتګ یې خوښي څرګنده کړه. دغه راز یې د هیواد د وضعیت او د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت را وروسته په هیواد کې د مستحکم شوي اسلامي نظام له برکته رامنځته شويو مثبتو تحولاتو او لاس ته راوړنو په تړاو هراړخيز معلومات ورکړل.

ښاغلي متقي د خپلو خبرو په جریان کې د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او موجود وضعیت او واقعیتونه تر خپلو، چارواکو، ولسونو او نړیوالو ورسوي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل: د دې وخت رارسېدلی چې نړیوال او په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونه په افغانستان کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه سالمه ګټه ترلاسه کړي او دلته د پانګونې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو ګټو وټو په نظر کې نیولو سره اقتصادي پروژې په لار واچوي.

 

دغه راز راغلو علماء کرامو په خپل وار سره خبرې وکړې، افغانستان ته په راتګ یې خوښي څرګنده او داسلامي امارت له ښې او درنې مېلمه پالنې او استقبال څخه یې مننه وکړه. هغوی په خپلو ویناوو کې د افغانستان فعلي وضعیت د تصور او ناسمو خپرو شویو اوازو خلاف د ډاډ وړ وباله او د افغان ولس د شل کلن جهاد په پایله کې د حاکم شوي اسلامي نظام ښه ستاینه یې وکړه.

 

د علماوو کرامو پلاوي په تیرو دوو کلونو کې د فساد او مخدره موادو د مخنیوي، د معتادینو د درملنې او په هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او ثبات د رامنځته کېدو په برخه کې د اسلامي امارت د اغېزمنو او چټکو ګامونو یادونه وکړه او دا یې پر افغانانو د الله تعالی ځانګړي رحمتونه او نعمتونه وبلل.

 

همدارنګه نړیوالو علماء کرامو خوښي څرګنده کړه چې افغان حکومت په خپله اډانه کې دیني علماء کرام چې د پیغمبرانو ورثه دي مسؤلین لري او هم یې په دولتي چارو کې د مشاورینو په ډول له ځان سره ټاکلي دي.

اړوند موضوعات

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل: د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره مو اړیکې د پراخیدو په حال کې دي.

 

هغوی ژمنه وکړه چې دوی به د افغان ولس او حکومت د سفیرانو په ډول د افغانستان حقیقي وضعیت چې په خپلو سترګو یې ولید تر خپلو حکومتونو، ولسونو او نړیوالو رسوي.

Leave a reply