د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو د وزیر خانګړي استازي کتلي.

0
71

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو د وزیر خانګړي استازي کتلي.

06 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د مالېزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي احمد اعظم عبدالرحمن ولیدل.

 

دکتنې په لړ کې د مالېزیا ځانګړي استازي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې زه د مالېزیا د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي پيغام سره افغانستان ته راغلی یم؛ هیله لرم چې د دې پیغام پر مټ به د دواړو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله لا پراختیا ومومي.

 

په ورته وخت کې تمه لرم چې له کابل څخه به هم د اړیکو او همکاریو د پراختیا پیغام له ځان سره وړم.

 

ورپسې، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي احمد اعظم عبدالرحمن ته د دې نوې دندې مبارکي ورکړه او هیله يې څرګنده کړه چې شخصاً تاسو به د دې اړیکو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوئ. ستاسو د بهرنیو چارو وزیر پیغام مونږ ته ډېر د اهمیت وړ دی او باور لرم چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړتیا ‏کې به ګټور ثابت شي.

 

د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ او په افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه شته چې باید ورڅخه ګټوره استفاده وشي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې هیواد له سفیر سره د نوموړي ماموریت د پای لیدنه ترسره کړی.

 

په پای کې، دواړو لوریو د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په پیاوړتیا ټينګار وکړ.

Leave a reply