د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې هیواد له سفیر سره د نوموړي ماموریت د پای لیدنه ترسره کړی.

0
83

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې هیواد له سفیر سره د نوموړي ماموریت د پای لیدنه ترسره کړی.

2 سپتمبر شنبه 2023

تیره ورځ په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ایرګین‌آی او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تودیعي لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د ترکیې سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په بریالیتوب سره د پای ته رسېدو په یادونې سره زیاته کړه:
د دوه نیمو کالو په موده کې چې دلته د خپل هېواد د لوی سفیر په توګه وم، ښې خاطرې لرم او غواړم چې د افغانستان خلکو ته او هم زما په دندو کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله د بهرنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت د اړوندو ادارو د دوامداره همکاریو څخه مننه وکړم.

 

 

د ترکیې سفیر وویل: د تاریخ په اوږدو کې د ترکیې او افغانستان اړیکې تل دوستانه پاتې شوي او مونږ د افغانستان څخه ښه دوستان لرو چې هیڅکله به مو هېر نشي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د بهرنیو سفارتونو سره د یوې همکارې ادارې په توګه به تل هڅه کوي چې بهرنيو سیاسي او قونسلي استازولیو ته تر ټولو ښه خدمات وړاندې کړي.

 

هغه زیاته کړه: بې له شکه چې زموږ په هېواد کې ستونزې موجودې وې خو د افغانستان اسلامي امارت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې عاجل اقدامات کړي او د هېواد ټولې ستونزې یې له منځه وړي دي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او اسلامي هیوادونو د علماؤ له پلاوي سره ناسته ترسره کړی.

 

 

ښاغلي متقي د ترکیې سفیر ته د راتلونکي ژوند په ټولو برخو کې د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان او ترکیې ولسونه په سختو ورځو کې د یو بل دوست پاتي شوي او باور لرو چې زمونږ د ولسونو دغه دوستي به تلپاتې وي.

Leave a reply