امنیتي پولیسو ۲۲ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو پلازمینه کابل او د هیواد یو شمیر نورو ولایتونو کې نیولي.

0
183

امنیتي پولیسو ۲۲ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو پلازمینه کابل او د هیواد یو شمیر نورو ولایتونو کې نیولي.

6 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي منسوبینو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۲۲ تنه د غلا، وژنې، قاچاق او نشه یي توکو کارولو په تړاو نیولي.

 

یاد کسان د پلازمینې کابل په شمول په غور، کنړ، کاپيسا، هرات، کندهار، تخار، پروان او خوست ولایتونو کې نیول شوي.

 

خبر زیاتوي چې له دوی؛ غور کې څلور تنه د قتل په تړاو، څلور غله په کنړ، درې کسان د قتل په تړاو په کاپيسا، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندهار او دوه غله په هرات کې نیول شوي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه د غلا، قمار، وژنو او نورو جرمونو په تړاو د پلازمینې په شمول ۶ ولایتونو کې نیولي.

 

همدا راز دوه تنه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو په تخار، یو قاتل په خوست او یو کس د ۳۰۰ زره افغانیو او سرو زرو غلا په تړاو په پروان کې نیول شوی دی.

Leave a reply