د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د درې سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کېدو خبر وکړی
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د درې سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کېدو خبر وکړی
د افغانستان د خبريالانو د مرکز په اعلاميه کې راغلي چې سراب او څرګند د اسد د مياشتې په ١٩ نيټه نيول شوي وو او پرون (شنبه، د سلواغې ١١مه) په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له زندان څخه خوشې شول.
شاه محمود همدرد هم د اسد په ٢١مه له ترينکوټ ښار څخه نيول شوى و، خو د افغانستان د خبريالانو مرکز د هغه د خوشې کېدو کره وخت نه دى په ډاګه کړى.
(2023 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو په پکتیا کې د اریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې د ازاد خبریال پروېز سرګند او په اروزګان کې د ملي تلویزیون خبریال شاه محمود همدرد خوشي کړي دي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز په اعلاميه کې راغلي چې سراب او څرګند د اسد د مياشتې په ١٩ نيټه نيول شوي وو او پرون (شنبه، د سلواغې ١١مه) په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له زندان څخه خوشې شول.
شاه محمود همدرد هم د اسد په ٢١مه له ترينکوټ ښار څخه نيول شوى و، خو د افغانستان د خبريالانو مرکز د هغه د خوشې کېدو کره وخت نه دى په ډاګه کړى.
د دغه مرکز د اعلامیې له مخې دغه خبریالان “د ضمانت په ورکولو او له ممنوعه رسنیو سره د کار نه کولو په اړه د طالبانو د حکم په پلي کولو سره له بنده خوشې شوي دي”.
اړوند موضوعات:
هندي رسنیو ته د بلاول بوټو توند ځوابونه د دې لامل شول چې هندي افراطیان په خپلو خبریالانو برید وکړي
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په غیر رسمي ډول له افغانستانه بهر د ځینو نویو تاسیس شویو رسنیو سره چې د هېواد وضعیت تر پوښښ لاندې راولي، همکاري بنده کړې ده.