هندي رسنیو ته د بلاول بوټو توند ځوابونه د دې لامل شول چې هندي افراطیان په خپلو خبریالانو برید وکړي
باغي ټی وی رپورټ
د بي جي پي هندوتوا بريګيډ په خپل خبريال راجديپ سر ډيسايي باندې بريد کړی چې ولې يې بلاول ته د کلبوشن او کشمير په اړه د خبرو کولو اجازه ورنه کړه، ولې د بلاول په خوله ځوابونه واوري
په ځواب کې راجدیپ سر دیسايي وویل چې موږ باید له بلاول څخه یوه پوښتنه هم وکړو او د بلاول ځواب واورو.
نوموړي په یوه بل بیان کې ویلي چې خبریال نه ترهګر دی، نه سیاستوال (سیاستدان) او نه عسکر، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره مرکه کول جرم نه دی.
ياده دې وي چې بلاول بوټو زرداري تيره ورځ يو هندي خبريال ته په مرکه کې ويلي وو چې بهوشن جادېو د هند د سمندري ځواکونو قومندان او يو دولتي کارکوونکی و، هغه په پاکستان کې څه کول؟ که هغه هندي نه وي، نو د هند حکومت ولې د هغه دفاع کوي؟
بلاول بوټو زیاته کړه چې کله هم په هند کې انتخابات کیږي نو د ترهګرۍ د پیښې په پلمه پاکستان بدناموي.