د اطفایې لوی رئیس د کابل ولایت په کچه ځینې ستونزې د یاد ولایت والي سره په لیدنه کې شریکې کړې.

0
117

د اطفایې لوی رئیس د کابل ولایت په کچه ځینې ستونزې د یاد ولایت والي سره په لیدنه کې شریکې کړې.

1 سپتمبر 2023 جمعه

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د اطفایې له لوی رییس حافظ نور الله او بېلابېلو مسولینو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

 

په دې لیدنه کې د اطفایې رییس او یو شمېر نورو مسولینو د کابل په کچه ځینې ستونزې او د حل وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل.

خبر زیاتوي چې د اطفایې لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل؛ هڅه کوو، چې پېښو ته ژر تر ژره ځان وروسو او د زیانونو رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړو.

 

ښاغلي خالد د اطفایې ریاست ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

 

شیخ محمد قاسم خالد همدارنګه د دوی خدمات وستایل او د همکاري ژمنه یې ورسره وکړه.

اړوند موضوعات

کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو په امید ښارګوټي کې د نوي جومات په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.

 

کابل والي په دې غونډه کې وویل؛ چې صنعتې پارکونو سوداګریزو ځایونو کې باید اطفایې ودرول شي، ترڅو پر وخت د پیښې ځای ته رسېدنه او د خساراتو مخنیوی وشي.
کابل والي د ترافیکې ګڼې ګوڼې له امله پر ټاکلي وخت د پېښې سیمې ته د نه رسېدو ستونزې د حل په پار د ښاري نظم په کمیټه کې د اطفایې ریاست استازی هم شامل کړ.

Leave a reply