خوړو او درملو اداره وایي: په کندهار ولایت کې ۵۱۰ کارتنه تاریخ تیره درمل له درملتونو راټول شول.

0
206

خوړو او درملو اداره وایي: په کندهار ولایت کې ۵۱۰ کارتنه تاریخ تیره درمل له درملتونو راټول شول.

1 سپتمبر 2023 جمعه

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د استخباراتو د ریاست په همکارۍ څار ترسره کړ.

 

خبر زیاتوي چې یاده څارنه د یاد ولایت دوهمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې شاوخوا ۵۱۰ کارتنه مختلف ډول تاریخ تیره درمل پداسې حال کې ونیول چې غوښتل یې د نوي تاریخ لیبلونه پرې ولږوي او بازار ته یې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

خوړو او درملو ادارې سل ټنه بې کیفیته، غیر معیاري او تاریخ تیره خوراکي توکي هدر او لمنځه وړي.

 

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست تردې وړاندې هم شاوخوا ۲۲۰۰ کارتنه مختلف ډول تاریخ درمل ترلاسه کړي ول او د هدر په موخه یې د یاد ریاست ودانۍ ته انتقال کړي دي.

Leave a reply