خوړو او درملو ادارې سل ټنه بې کیفیته، غیر معیاري او تاریخ تیره خوراکي توکي هدر او لمنځه وړي.

0
132

خوړو او درملو ادارې سل ټنه بې کیفیته، غیر معیاري او تاریخ تیره خوراکي توکي هدر او لمنځه وړي.

27 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې تیره ورځ دوشنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۱۸ نیټه ۱۰۰ ټنه بې کیفیته، غیر معیاري او تاریخ تیره خوراکي توکې چې د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال په تیرو دریو میاشتو کې د خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې پر مهال راټول کړای شوي وه، هدر او له منځه یوړل شوه.

 

خبر زیاتوي چې په دغه توکو کې کیچپ، مربا، عسل، خرما، د میوې چاټ، کچ او مشروبات شامل دي د کابل بګرامیو ولسوالۍ اړوند ګزک سیمه کې هدر او لمنځه یوړل.

 

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوراکي توکو د خونیتوب مسؤولین د هیواد په ټولو سوداګرو غږ چې خپله سرمایه په بې کیفیته او غیر معیاري توکو په واردلو او تولیدلو مه هدر کوي هغه زیاتوي چې ته به اجازه ور نکړي چې بې کیفیته او غیر معیاري خوراکي توکو او درمل بازار ته وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

د خوړو او درملو ادارې کابل پنځمې او ۱۱مې ناحیې کې د درملتونو څخه څارنه ترسره کړی او یو باب غیرقانوني درملتون یې تړلی.

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د تیر ۱۴۰۱ هـ ش کال له پيل څخه تر پایه پورې ۱۶۵۰۰ ټنه بې کیفیته غیرمعیاري او تاریخ تیره خوراکي توکي او درمل هدر کړي دي.

Leave a reply