سراج الدین حقاني: د ولس او حکومت تر مینځ د واټن له منځه وړلو لپاره د علماؤ او متنفذینو رول مهم دی.

0
133

سراج الدین حقاني: د ولس او حکومت تر مینځ د واټن له منځه وړلو لپاره د علماؤ او متنفذینو رول مهم دی.

1 سپتمبر 2023 جمعه

د کورنيو چارو سرپرست خليفه سراج الدين حقاني د کابل ولايت علماوو شورا په کوربتوب د علماوو او متنفذينو په ناسته کې د ولس او حکومت ترمنځ واټن د له منځه تللو په موخه د علماوو رول مهم و باله او په وينا يې له علماوو او متنفذينو سره ناستې کولای شي ټولنه کې شته ستونزو ته حل لارې و مومي.

 

د خليفه سراج الدین حقاني په وينا: په ټول هېواد کې د امنيت په ټينګښت سربېره زورواکي ختمه شوې او کامل استقلال لرو، له دې خپلواکۍ څخه باید افغانان د هېواد د پرمختګ په موخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

 

سرپرست وزير د ولسونو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د مشکلاتو د حل په موخه به له بېلابېلو برخو څخه يوه ګډه کميټه رامنځته کړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ارزګان ولایت کې د سوداګرو، ډاکټرانو او د پوهنتون استادانو سره کتلي.

 

سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړه: د بيا رغاونې او تعامل په برخه کې د اعتماد په رامنځته کېدو سره ټولنه کې شته ننګونې ډېر ژر پای موندلای شي او له ولسونو یې وغوښتل چې په اسلامي امارت باور و کړي او په خبره یې پر یو بل باور د اوسني افغانستان د ستونزو د هواري سرچینه ده .

Leave a reply