امنیتي ځواکونو د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۱۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي او یو شمیر اسلحې یې ظبط کړي.

0
77

امنیتي ځواکونو د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۱۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي او یو شمیر اسلحې یې ظبط کړي.

1 سپتمبر جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه د قتل، قمار او غلا په تړاو په بغلان، کنړ، غرني، کندهار، بلخ او هرات کې نیولي دي.

 

له دوی، درې تنه په بغلان کې د غلا په تړاو، پنځه تنه د قمار په تړاو په سرپل، کنړ کې دوه تنه د قتل په تړاو، دوه غله په غزني، یو تن په بلخ کې د قتل په تړاو او دوه غله په کندهار او هرات کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه د غلا، قمار، وژنو او نورو جرمونو په تړاو د پلازمینې په شمول ۶ ولایتونو کې نیولي.

همدا راز په ورته وخت کې د بلخ تروریزم سره د مبارزې پولیسو په یو څارونکي عملیات کې د وسلو لویه زېرمه، چې ۳۷ میله کلاشینکوفونه، یو میل پيکا، ۹ میله تفنګچې او نور پوځي تجهیزات پکې وو ترلاسه او ضبط کړي دي. پولیسو په دې تړاو درې تنه نیولي دي.

Leave a reply