په لومړي ځل ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ماشومانو لپاره يو مجهز کتابتون جوړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوی.

په لومړي ځل ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ماشومانو لپاره يو مجهز کتابتون جوړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوی.
31 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اته مياشتې وړاندې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست په هلو ځلو د جاپان هېواد د شاوخوا۱۳۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت او د شانتي رضاکاره ټولنې په مالي همکارۍ د ماشومانو لپاره د يو مجهز کتابتون جوړېدلو چارې پيل شوې وې.
خبر زیاتوي چې تیره ورځ د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د اطلاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف او د رياست منسوبينو، د يادې موسسې استازي انجينر عنايت الله نصر، د کلي مشرانو او ځايي اوسېدونکيو له لوري د پټۍ په پرې کولو رسماً پرانیستل شو.
د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار مرستال والي د شانتي رضاکارې ټولنې له مسوولينو، د جاپان هېواد له خلکو او دولت مننه وکړه، وې ويل؛ د تعليم له برکته د نړۍ پرمختګونه رامنځته کېږي. دا چې نن موږ د ماشومانو لپاره د يو کتابتون پرانسته کوو، دا ډیر د خوشحالۍ او وياړ ځای دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل؛ د وياړه خبره ده، چې ماشومانو لپاره په پاخه او اساسي ډول د يو مجهز کتابتون پرانسته کوو.
نوموړي وويل؛ دا کتابتون به هم د عامه کتابتون په شان د ماشومانو پرمخ خلاص او دريو تنو استادانو له لوري به ماشومانو ته پکې زده کړې ورکول کېږي.
اړوند موضوعات
ننګرهار رسنیو دفتر: د ننګرهار والي د مخابراتي شبکو مسئولينو ته د خدماتو کيفيت ښه کېدو په اړه کتلي.
د يادونې ده، د پروګرام په وروستي برخه کې د ننګرهار مرستيال والي، د اطلاعاتو او کلتو رئيس او يو شمېر مسوولينو او مشرانو ته برابر شوي پټګي هم ور په سر شول.





