طالبانو په کابل کې د «عالمانو او مخورو» په حضور کې غونډه وکړه

د افغانستان ملي ټلویزیون چې اوس د ا.ا. په واک کې دی، خبر ورکړی چې دغه غونډه د کابل د علماو شورا په کوربه توب جوړه شوې وه او په کې په سلګونو علماوو او دیني عالمانو ګډون کړی و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې په کې د لومړي وزیر د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی شامل ؤ.
(2023 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په کابل کې د «عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه» تر عنوان لاندې غونډه کړې ده. ښاغلي مجاهد په هغه پوسټ کې چې پرون (چهارشنبه، ۸ غبرګولی) یې په ایکس پلیټ فارم کې خپره کړې لیکلي چې دا غونډه به د “د ملت پر یووالي، پرمختګ او د رژیم او خلکو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ” په اړه تمرکز وکړي.
د افغانستان ملي ټلویزیون چې اوس د ا.ا. په واک کې دی، خبر ورکړی چې دغه غونډه د کابل د علماو شورا په کوربه توب جوړه شوې وه او په کې په سلګونو علماوو او دیني عالمانو ګډون کړی و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې په کې د لومړي وزیر د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی شامل ؤ.
اړوند موضوعات:
کابل والي د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا له مسولینو او یوشمیر سپن ږیرو سره کتلي.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم ګډون کړی و.