کلیو پراختیا وزارت کنړ ولایت کې د څښاک پاکو اوبو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته سپارلې.
کلیو پراختیا وزارت کنړ ولایت کې د څښاک پاکو اوبو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته سپارلې.
28 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کنړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د ( AHF) مؤسسې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ اړوند په پیرونۍ سیمه کې د (۸۵۱۳۹) امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شبکه کې کور په کور د (۱۱۱) شیردهنونو نښلول، د (۳۰) متر مکعب په وړتیا سره د یوې ذخیرې جوړول، د (۱۳۰) مترو په عمق د ژورې څاه کیندل او د (۷۸۵۰) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي چې چارې يې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
اړوند موضوعات
د یادې شبکې په بشپړیدو سره د نوموړې سیمې (۳۳۴) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.