ترکیې او فرانسې هیوادونو ته د افغانستان د پامیرکولا کمپنیو څخه د نوشابو صادرات پیل شول.
ترکیې او فرانسې هیوادونو ته د افغانستان د پامیرکولا کمپنیو څخه د نوشابو صادرات پیل شول.
28 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د افغاني تولیداتو د صادرولو په لړ کې، تیره ورځ له پامیر کولا کمپنیو څخه فرانسې هېواد ته صادرات پيل شول.
په دغه بسته بندیو کې دمختلفو میوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات صادریږي چې په لوړ او معیاري کیفیت له پامیر کولا کمپنیو څخه تولیدیږي.
نوموړی همدا راز وایي چې له پامیرکولا کمپنیو څخه ترکيې ته هم د هېواد صادرات پيل شول.
په دغو موادو کې ټول هغه معیاري او باکیفیته تولیدات شامل دي چې د هېواد صنعتۍ کمپنۍ يې په خورا ښه سندرد تولیدوي او د هېواد په اقتصادي افق کې يې لوی بدلون راوستی دی.
اړوند موضوعات
چین ویلي چې ډېر ژر به لۀ افغانستان څخه د جلغوزو صادرات پیل کړي
ذبیح الله مجاهد د یادو صادراتو پیل په خاص ډول دغو هیوادونو ته د هیواد د تولیداتو د لا تقویې لامل بللی.