چین ویلي چې ډېر ژر به لۀ افغانستان څخه د جلغوزو صادرات پیل کړي 

0
189

چین ویلي چې ډېر ژر به لۀ افغانستان څخه د جلغوزو صادرات پیل کړي 

چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي.

دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي.

دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

د یاد وزارت په خبره، په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه شوې ده چې وخت او ځای به یې د دواړو لوریو ترمنځ وروسته نهایي شي.

اړوند موضوعات: 

سوداګرۍ خونه وايي چې ډېر ژر به چین او بهر ته د هوا له لارې د جلغوزو صادرات پیل شي

دغه راز له افغانستان څخه چین ته د جلغوزیو د صادراتو پر بیا پیل هر اړخیز بحث شوی او چینايي لوري ډاډ ورکړی دی چې د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره به ټول شرایط برابر کړي او ډېر ژر به دغه صادرات بیا پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې افغان سوداګرو اندېښنه ښودلې وه چې که د جلغوزیو صادرات بیا ځلي چین او نورو هېوادو ته پیل نشي؛ جلغوزي به خپل ارزښت لۀ لاسه ورکړي او دوی به سخت زیان وویني.

 

Leave a reply