د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوش تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه ترسره کړی.

0
196

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوش تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه ترسره کړی.

25 اګست جمعه 2023

 

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه وکړه.

 

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوش تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو خوښي څرګنده کړه او دا کانال یې د هېواد ستره کرنیزه او اقتصادي پروژه یاده کړه او ځایي مسؤلینو ته یې لارښونه وکړه، چې د دې ملي پروژې د چارو کیفیت او کمیت ته به هر اړخیزه پاملرنه کوي.

اړوند موضوعات

د قوش تیپې کانال او نورو پروژو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملي پراختیا انکشافي شرکت رئيس سره خبرې اترې کړي.

 

 

دا په داسې حال کې ده، چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د کیندنې چارې د بشپړېدو په حال کې دي، چې ور سره همهاله په سربند او د مزارشریف ـ حیرتان سړک پر سر پل او د مزار شریف ـ حیرتان ترمنځ د رېل پټلۍ پل باندې په هغه سیمه کې، چې د قوش تېپې ستر او ملي کانال تېرېږي په خورا چټکۍ کار روان دی، ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Leave a reply