د کابل والي او ځایي سپین ږیرو په هلو ځلو بګرامیو ولسوالۍ کې د دوو قتلونو قضیې حل او فصل شوې.
د کابل والي او ځایي سپین ږیرو په هلو ځلو بګرامیو ولسوالۍ کې د دوو قتلونو قضیې حل او فصل شوې.
25 اګست جمعه 2023
د افغانستان د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د بګرامیو ولسوالۍ مسولینو او ځایي سپین ږیرو او مخورو په هلو ځلو سره په دې ولسوالۍ کې د دوو قتلونو موضوعات حل او فصل شول.
کابل والي په دې تړاو جوړې شوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل؛ دا د خوښۍ ځای دی، چې نن يو ځل بیا په داسې یوې غونډه کې راټول شوي یو چې دوه کورنۍ یو بل ته د مینې او محبت لاس ورکوي او خپله دښمني په دوستي بدلوي.
شیخ محمد قاسم خالد همدا راز زیاته کړه؛ دښمنې یو معنوي او مهلک مرض دی، چې دوه کورنۍ، دوه کلي حتا دوه قومونه سره هلاکت ته رسوي. خو له نیکه مرغه د ځایي مسولینو، سپین ږیرو او مخورو له لوري نن یوې بلې بدبختۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
اړوند موضوعات
کابل والي د میهن سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې څخه لیدنه او مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې.
کابل والي په خپلو خبرو کې وویل؛ ا.ا هڅه کوي، چې د ولسونو ترمنځ عداوت او دښمني ختمې کړي او تر دې دمه یې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه دښمني په دوستي بدلې کړې دي.