د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې میشت د ایران هیواد له مرستیال سفیر سره لیدلي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې میشت د ایران هیواد له مرستیال سفیر سره لیدلي.
25 اګست جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د ايران هيواد له مرستيال سفير ښاغلي مرتضوي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه تر سره کړه.
روغتیا وزارت د يادې ليدنې موخه په ننګرهار ، باميان او کابل کې د ايران له لوري د جوړيدونکو روغتيايي مراکزو تجهيز او تمويل او د دواړو هيوادونو ترمنځ د روغتيا په برخه کې د يوې تفاهم نامې لاسليک کيدلو په اړه خبرې اترې یادې کړي.
همدا راز د روغتيا په برخه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو او په بیلا بیلو برخو کې همکاريو ته د لارې پرانیستلو په اړه خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر سره لیدلي.
ښاغلي عباد د ايران هيواد د مرستو او دوامدارې همغږۍ څخه مننه وکړه او د روغتيا په برخه کې د دواړو هيوادونو تر منځ همغږي يې خورا مهمه وبلله.