کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر سره لیدلي.

0
190

کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر سره لیدلي.

24 اګست پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د جاپان هيواد له سفير ښاغلي تاکاشي اوکاډا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه ترسره کړه.

 

خبر زیاتوي چې په یاده لیدنه کې د هيواد په سپينو ساحاتو کې د روغتيايي مراکزو جوړونه، د توبرکلوز ضد درملو کې د جاپان هيواد تمويل او د روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې برخه کې همکارۍ په اړه خبرې اترې شوې.

 

همدا راز په کابل کې د افغان جاپان روغتون د تمويل او مرستې په اړه د جاپان هيواد مرستو بيا پيل او د دواړو هيوادونو ترمنځ د روغتيا په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په اړه هم بحث وشو.

اړوند موضوعات

د اروپایي ټولنې او ناروی هیواد استازو د عامې روغتیا له سرپرست سره کتلي دي.

 

 

ښاغلي عباد د جاپان هيواد د مرستو او په ځينې برخو کې د دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتيا په سکتور کې کې يې د جاپان هيواد همکاري اړينه وبلله.

Leave a reply