د کراچۍ په لياري سيمه کې د حساسې ادارې د يو چارواکي په وژنه کې ککړ د مرکزي ملزم او شوټر په ګډون درې شکمن کسان نيول شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د سکيورټي ذرائعو ترمخه د رينجرز خفيه څانګي اهلکارو د تخنيکي مهارت نه په استفادې سره د کراچۍ بلديه ټاون سيمه ريس ګوټ نه دوه شکمن کسان ګرفتار کړي او د پلټنو نه پس ئي اصلي ملزم ګرفتار کړے شوي او د کاروائي له وجي ئي اصلي ملزم ګرفتار کړے شوے دے۔ د بلوچستان په آواران ښار کې نیول شوی دی.
د سکيورټي ذرائعو ترمخه نيولي شوي ملزم د موټر سائيکل د شاته سيټ نه ډزي کړي او د حساس اداري اهلکار ئي په نښه کړي دي۔ نيول شوي ملزم د آواران او دوه نور نيولي شوي ملزمان د کراچي اوسيدونکي دي۔
د سکيورټي ذرائعو ترمخه د لياري په بهار کالونۍ سيمه الفلاح روډ باندي د اګست په اوومه نيټه په ډزو کښي د حساس اداري يو اهلکار دلشاد شهيد شوے وو او د ملزمانو نيولو لپاره ټيمونه جوړ کړے شوي وو۔





