په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مرستیال د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال سره کتلي.

0
238

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مرستیال د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال سره کتلي.

23 اګست چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(يوناما) مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي ستانکزي د یوناما مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د يو لړ سياسي موضاعاتو ترڅنګ يې په بانکي محدوديتونو، د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنيوي په لارو چارو او په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون په تړاو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

 

ښاغلي ستانکزي وويل: دوی غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي، او د نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري څخه هم ورته هيله لري.

 

ده زياته کړه، افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې او په نشيې توکو د روږدو کسانو درملنه پيل شوې، د نشيې توکو په پېر او پلور بندېز لګېدلی او د سرغړونکو په وړاندې يې جدي اقدامات کيږي، کوم چې د نړيوالې ټولنې په ګډون د دوی ګډ مسئوليت دی.

 

ښاغلي ستانکزي له دوی وغوښتل، چې د کوکنارو د کښت د بديل په ترويج کې، د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او هم د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

اړوند موضوعات

په کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل د افغانستان د اسلامي امارت له دغه هڅو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړيوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي او د ګډ کار ژمنه يې وکړه.

Leave a reply