په کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

0
101

په کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

30 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینآی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د تاریخي، دیني او کلتوري مشترکاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او قونسلي اړیکو هم خبرې وشوې.

 

ښاغلي ستانکزي وویل چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله زیات شمېر افغانانو ګاونډیو، سیمې او اروپایی هېوادونو ته کډوال شوي دي.

 

موږ د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو مننه کوو او له هغوی غواړو چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.

اړوند موضوعات

کابل کې د ازبکستان سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال سره کتلي.

 

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Leave a reply